Previous slide
Next slide

Departments

Our Services

د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو د قومندان ډاکټر احرارپیغام !

د ملي دفاع وزارت په یو هېواد کښې د ځواکمن دفاعي بنسټ په توګه ، د ملي سرحدونو، دیني او ملي نوامیسو،اقتصادي زیربناوو، علمي او فرهنګي ارزښتونو او سیاسي ثبات ساتلو تر څنګ د هیواد د ملي اردو او ولس د روغتیا ساتلو لپاره مسئولیت لري.د روغتیایي چارو قومنداني د ناروغیو تشخیص، تداوي، او وقایې سره د طبي علومو د اکاډمي له لارې د مسلکي کادرونو روزلو مسئولیت هم پر غاړه لري.زموږ هدف د یوې سالمې او ځواکمنې اردو جوړول دي او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت سره په بیړنیو حالاتو کې همکاري کوو.د یادې قومندانۍ روغتیایي خدمات د نړیوالو معیارونوو او د افغانستان د صحي قوانینو له مخې په معیاري او تازه شکل وړاندې کوي. د نظامي طب انستیتوت له لارې موږ په ټول هېواد کې مسلکي کادرونه روزو ،چې په نتیجه کې یې د معالج ډاکټرانو، متخصصینو، او نورو اړوندو مسلکیانو په توګه فارغین ولرو.د روغتیایي چارو قومنداني د هېواد د غوره روغتیایي کادرونو کوربه ده او د هیوادوالو د مسلکي معالج ډاکترانو لپاره د خدمت کولو مختلف کاري فرصتونه وړاندې کوي. معاشات د 30,000 افغانیو څخه تر 100,000 افغانیو پورې دي، او د فیس (نقدي حق الزحمې) په ترلاسه کولو سره د فعالیت زمینه هم ورته برابره ده.

د پاملرنې او شفقت ژمنه

د اسلامي امارت د بیا راتګ او بریا سره د ملي دفاع وزارت رهبري د روغتیایي چارو قومنداني ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې په پایله کې نوې طبي وسایل، تجهیزات،او متخصصین را ټول شوي دي. تر اوسه 2 ملیارده افغانۍ او 10 میلیونه ډالر په مختلفو درملو، تشخیصي وسایلو او ماشین الاتو مصرف شوي، چې اوس د ارتوپیډي، نیورو او عمومي سرجري، او همدارنګه ارتوډینسي، برین سرجري، مائکرو سکوپیک سرجري، انډوسکوپیک، لایزري، لایپروسکوپیک، ارتروسکوپیک، او د زړه د هر راز خلاص عملیاتو تر څنګ قلبي مداخلوي عملیات هم ترسره کیږي.د روغتیایي چارو د قومندان په توګه ژمنه کوم چې د شهید سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون (۴۰۰ بستر) ترڅنګ به ټول نظامي روغتونونه او د هغوی کارمندان د غوره خدمت له امله په هېواد کې د روغتیایي چوپړتیا په برخه کښې د هیوادوالو لپاره د یوې ځلانده بیلګې په توګه وځلیږی.

 

ستاسو ورور تورنجنرال ډاکټر احرار

0 +

كاركونكي

0 +

متخصصين

0 +

ىاكتران

0 +

بيسترونه

shape
shape
FAQs

Frequently Asked Questions

Appointments can be booked by calling the Hospital on +93 261 8615, through email by mailing on S.M.D.Hospital@mod.gov.af, or through the online booking page on the website.

Give us a Call

+93 261 8615

Send us a Message

S.M.D.hospital@mod.gov.af

Visit our Location

Kabul International airport road CMH Hospital