Previous slide
Next slide

Vision

To be a high-tech hospital based on new sciences for a healthy society and sustainable national development.

Mission

To provide specialized and super-specialized promotive, preventive, curative, rehabilitative services, research, innovation, and training using new technology.

Core Values

* Client-centered and empathy
* Integrity
* Team work spirit and respect
* Transparency and accountability
* High quality services delivery
* Safety & care

 د سردار محمد داوود خان څلور سوه بستریز روغتون: د زړه د جراحۍ د څانګې پېژندنه

 د سردار محمد داوود خان څلور سوه بستریز روغتون د زړه د جراحۍ څانګه په افغانستان کې د زړه د جراحي او درملنې تر ټولو مجهز او تخصصي مرکز دی. موږ د لویانو او ماشومانو لپاره د زړه د مختلفو ناروغیو د جراحۍ خدمات وړاندې کوو. زموږ تخصصي درملنې کې د زېږون پر مهال د زړه نیمګړتیاوې، د زړه عدم کفایت، د والونو ناروغۍ، د اکلیلي شریانونو ناروغۍ، او د وینې لویو رګونو جراحي شاملې دي.

 د زړه د جراحۍ پروسه

 ۱. ستاسو د جراحۍ عمومي کتنه:

 دا معلومات ستاسو لپاره چمتو شوي، ترڅو تاسو د زړه د جراحۍ د پروسې، د تمې وړ پایلو، او د عملیاتو لپاره د چمتووالي څرنګوالي په اړه پوه شئ.

 ۲. ستاسو د طبي دوسیې ارزونه:

ستاسو طبي دوسیه به د زړه د متخصصینو او جراحانو له‌خوا په تفصیل سره وڅېړل شي. دا ټیم به ستاسو د روغتیا له وضعیت سره سم، د درملنې مناسبې لارې چاری تاسو ته وړاندیز کړي، چې پکې لاندې هدایات شامل دي:

   محافظه‌کاره درملنه (د درملو او د ژوند د طرز بدلون له لارې)

   د زړه مداخله‌ییزې پروسیجرونه (بې‌جراحۍ درملنه، لکه انجوپلاستي.

    جراحي عملیات (که د تشخیص پراساس جراحي اړینه وګڼل شي)

 که جراحي اړینه وي، ستاسو د فزیکي او ذهني روغتیا، د مړینې احتمالي خطر، د ژوند کیفیت، ټولنیزو شرایطو، او شخصي اړتیاوو پر بنسټ به پرېکړه وشي.

 د جراحۍ پلان جوړونه

 که د زړه د جراحۍ پریکړه وشي، تاسو به د انتظار په لیست کې شامل شئ. د جراحۍ وخت د ناروغۍ د شدت او د پروسې د بیړنۍ اړتیا له مخې ټاکل کېږي.

   د غیر عاجلو جراحي عملیاتو لپاره، تاسو ته به په لیکلي بڼه د جراحۍ نېټه معلومه شي.

            د بیړنیو شرایطو له امله، د عملیاتو مهال‌وېش ممکن بدلون ومومي.

            د عملیاتو نېټې ته نږدې، د روغتون استازی به تاسو سره اړیکه ونیسي، ترڅو د جراحۍ دقیق وخت او ځای تاسوته تایید کړي.

 که د انتظار پر مهال ستاسو ناروغي شدیده شي، سمدستي د زړه د متخصص سره اړیکه ونیسئ.

 د جراحۍ دمخه ازموینې

 د جراحۍ څخه دمخه، لاندې طبي معاینات ترسره کېږي:  

         دوینی ازموینه

            د سینې راډیوګرافي (CXR)

            الکتروکاردیوګرام (ECG)

            ایکوکاردیوګرافي

            د کورونري شریانونو ارزونه (د انجیوګرافي یا CT انجیوګرافي له لارې)

            اضافي ازموینې، که اړتیا وي، لکه:

                د سږو د فعالیت ازموینه

                د شپږ دقیقو د تګ ازموینه

                د وینې رګونو سکرینینګ

                د سینې CT سکین

                د زړه د فعالیت ازموینه (Exercise Test)

                هولټر څارنه (Holter Monitoring)

                د غاښونو معاینه

 

د جراحۍ وروسته درملنه او د ناروغانو تعقیب

 

۱. د روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته د ناروغ احساسات او پوښتنې

 د زړه جراحۍ څخه وروسته، ناروغان ښايي فزیکي او ذهني بدلونونه تجربه کړي. د روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته، د بیا رغونې لپاره د تعقیب ځانګړی پلان درته جوړېږي.

 ۲. د تعقیبي درملنې پلان

 د جراحۍ وروسته، د متخصص ډاکټر سره منظمې مشورې اړینې دي. معمولا، لومړنی تعقیبي ملاقات د جراحۍ څخه په مجموعی ډول یوه اونی ورسته د اول ځل لپاره اوبیا د ۶-۸ اونیو وروسته ترسره کېږي. که اړتیا وي، د اضافي تعقیبي لیدنو لپاره به تاسو ته خبر درکړل شي.

 ۳. کله باید سمدستي مرسته وغواړئ؟

 که تاسو کور ته له ستنېدو وروسته لاندې نښې تجربه کړئ، سمدستي خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ:

            د بدن تودوخه(تبه) له ۳۸.۵°C پورته دوه ورځې یا زیات دوام وکړي.

            د زخم د ستونزو نښې، لکه سوروالی، پړسوب، یا غیر عادي مایعات.

            د زړه چټک یا غیر منظم درزا.

            د ساه لنډي زیاتوالی.

            دوامداره سر ګرځېدل یا بې‌حالي.

            د بدن وزن غیر معمولي زیاتوالی (په ورځ کې له نیم کیلو څخه زیات).

 

د بیا رغونې مهم ټکي

 

۱. فزیکي فعالیت او تمرین

            هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې منظم فزیکي فعالیت وکړئ.

            د تمرین بایسکل کارول ګټور دي، خو له سخت فشار څخه ډډه وکړئ.

            درانه شیان (له ۲ کیلو څخه زیات) مه پورته کوئ.

 

۲. صحي تغذیه

            د متوازنې، کم‌چربه، او بډایه پروټینو لرونکي رژیم څخه ګټه واخلئ.

            د اضافي وزن کمولو هڅه مه کوئ، ځکه چې بدن د بیا رغونې لپاره کافي تغذیې ته اړتیا لري.

 ۳. د سګرټ څکولو بندول

           د زړه روغتیا د ښه‌والي لپاره سګرټ او نورې تنباکو لرونکې مادې مه کاروئ.

 

۴. د روغتیا نښې څارل

            خپل د وینې فشار، تبه، وزن، او نبض په منظمه توګه وڅارئ.

            که د زخم روغېدل ورو وي یا غیر عادي نښې ولرئ، ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

 ۵. د زخمونو ساتنه

            زخمونه پاک او وچ وساتئ.

            اجتماعیلمبځای ته له تللو ډډه وکړئ، تر هغه چې زخمونه موپه بشپړډول روغ شوي نه وي.

            د زخم ساحه د لمر وړانګو څخه پټه وساتئ.

 

۶. د کار او ټولنیز ژوند ته ستنېدل

            د جراحۍ نه وروسته، د ناروغۍ ډول ته په کتو، له ۶ اونیو تر ۳ میاشتو پورې د کار څخه استراحت کول لازم دی.

            د موټر چلول عموماً د ۶ اونیو لپاره منع وي.

 ۷. رواني او ذهني روغتیا

            د جراحۍ وروسته، ځینې ناروغان ذهني فشار تجربه کوي. که د خپګان یا اضطراب نښې دوام ومومي، له متخصص سره مشوره وکړئ.

 

۸. جنسي اړیکې

            د جراحۍ وروسته، که ښه احساس کوئ، کولی شئ تدریجي بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شئ.

 ۹. د سفر کولو سپارښتنې

            د اوږده سفر دمخه، له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

            د درملو بشپړ ذخیره او اړین طبي اسناد له ځان سره ولرئ.

۶ اونیو لپاره له هوای سفر څخه ځان وساتی.

 پایله

 د سردار محمد داوود خان روغتون د زړه د جراحۍ څانګه د افغانستان یو له مهمو تخصصي مرکزونو څخه دی، چې د زړه ناروغانو ته پرمختللي خدمات وړاندې کوي. زموږ موخه دا ده چې تاسو ته د زړه جراحۍ څخه مخکې، پر مهال، او وروسته غوره درملنه او لارښوونه درکړو، ترڅو ستاسو روغتیا ته وده ورکړو.

 که نورې پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ د روغتون د خدماتو څانګې سره اړیکه ونیسئ.

 

Our Doctors