د شهید سردار محمد داود خان روغتون د عاجل (بیړني) خدمتونو سرویس
د شهید سردار محمد داوود خان روغتون عاجل سرویس په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې په دغه روغتون کې رامنځته شوی، چې خپل روغتیايي خدمات د جراحي او داخله دواړو برخو کې وړاندې کوي.
دا سرویس ۱۹ فعال بسترونه لري او ۲۴ ساعته د ناروغانو او ټپیانو منلو ته چمتو دی. کله چې ناروغان او ټپیان عاجل سرویس ته مراجعه وکړي، هغوی ته د بیړنیو ډاکټرانو له خوا لازمي مرستې او درملنه کېږي، او که اړتیا ولیدل شي، نورو وارډونو ته د بستر کولو لپاره انتقالېږي.
په دې سرویس کې د ټراما یوه ډله هم شتون لري، چې د ارتوپیدي جراحي، عمومي جراحي، عصبي جراحي، یورولوژي، او نورو جراحي څانګو متخصصین لري.
دغه ډله د ډلهییزو ټپیانو د راتګ پر مهال د هغوی منلو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بشپړه چمتووالی لري. د داخله څانګې ډاکټران هم ناروغان تر خپلې وسې درملنه کوي. بیړنۍ سرویس د عملیاتو لپاره یوه خونه لري چې دوه فعال میزونه لري او په کې کوچنۍ جراحي عملیات او نور جراحي پروسیجرونه ترسره کېږي. په دې سرویس کې ځینې ناروغان د معالج ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي او له درملو ترلاسه کولو وروسته رخصتېږي یا نورو وارډونو ته د بستر کولو لپاره انتقالېږي.
دغه راز په بیړني سرویس کې ۵ صفاکاران د پاکۍ او صفایۍ په برخه کې دنده ترسره کوي. د بیړني سرویس په تشکیلاتو کې یو اداري کارمند هم شتون لري، چې د اداري چارو، کاري راپورونو، او د ناروغانو راپورونه چې دې سرویس ته مراجعه کوي پر مخ وړي. د بیړني سرږیس تر څار لاندې د امبولانسونو یوه ډله هم شته، چې موټر چلوونکي یې ۲۴ ساعته د ناروغانو او ټپیانو د انتقال لپاره چمتو دي.