د شهید سردار محمد داود خان روغتون د سترګو د څانګې د خدمتونو.

د سترګو د څانګې خدمت د شهید سردار محمد داود خان روغتون د جوړېدو څخه بیا تر ننه د صحيې قوماندانۍ په چوکاټ کې خپله دنده پر مخ وړي. دې څانګې تل هڅه کړې چې ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.اوس مهال د سترګو خدمت د پرمختللو طبي وسایلو او تجهیزاتو په درلودلو سره د سراپا او بستر ناروغانو په چوپړ کې دی.

همدا راز په دې سرویس  کې لاندې وسایل شتون لري:

1 : Autorefrectometer

2 : Non Contact Tonometer

3 : Slite Lamp With gold man Tonometer

4 : OCT

5:  A Scan and B- Scan

6 : Corneal Topography

7 : Gonioscopy

8 : Surgical Microscope

9 : Phaco Machine

10 : Lensometer

د عینکو جوړولو داسې خدمتونه شته چې د ناروغانو په تشخیص او درملنه کې کارول کېږي.
په دې خدمتونو کې لاندې عملیات شامل دي:

1: Cataract (Phaco  SICS)

2 : Squint

3 : Glaucoma

4 : D.C.R

Pterygium

6 : Eye Lid Surgery

سربېره پر دې د ټولو مجروحینو عملیاتونه هم ترسره کیږي.

د سترګو سرویس تل هڅه کوي چې په راتلونکي کې پرمختللي عملیات په دې برخه کې ترسره کړي. همدارنګه د دې سرویس ماهر او کادري استادان د تریني ډاکټرانو او ستاژرانو په تدریس او روزنه کې فعاله ونډه لري. دوی تل هڅه کړې چې داسې ډاکټران ټولنې ته وړاندې کړي چې خپل مسلک، دنده، وطن او ناروغانو ته ژمن او د متخصص کچې وړ وي.